AKRON PUBLIC SCHOOLS
STUDENT AND FAMILY SERVICES
Sylvester Small Administration Building
10 N Main • Akron, Ohio 44308
Phone (330) 761-2810 • Fax (330) 761-3224
AKRON PUBLIC SCHOOLS
STUDENT AND FAMILY SERVICES
Sylvester Small Administration Building
10 N Main • Akron, Ohio 44308
Phone (330) 761-2810 • Fax (330) 761-3224
۲۴ د مارچ ۲۰۲۵
د اکرون د دولتي ښوونځیو محترمو کورنیو،
د اکرون د دولتي ښوونځيو اداره ژمنه ده چې ټولو زدهکوونکو ته یو خوندي او ملاتړ کوونکی د زدهکړې چاپېریال برابر کړي. له همدې امله، هر ډول ځورونه—که فزیکي وي، لفظي وي، یا آنلاین—ډېره جدي نیول کېږي او د زغملو وړ نه ده. هر زدهکوونکی باید ځان په ښوونځي کې خونديتوب او درناوی احساس کړي، چې دا زموږ د بریالیتوب لپاره د غوره تګلارې - ستراتیژیک پلان، لومړی رکن: د خوندیتوب او تړاو د کلتور برخه ده.
موږ له زدهکوونکو، والدینو، او کارکوونکو غوښتنه کوو چې د ځورونې هر ډول پېښه سمدستي راپور کړي، چې ژر تر ژره وڅېړل شي. تاسې کولای شئ له لاندې لارو راپور ورکړئ:
🔹 آنلاین: د آنلاین راپور ورکولو د فورم له لارې: https://bit.ly/APSreportBullying
🔹 حضوري: له یوه ښوونکي، سلاکار، یا د ښوونځي له مدیر سره خبرې وکړئ.
🔹 د تیلیفون له لارې: د خپل ماشوم له ښوونځي سره اړیکه ونیسئ.
🔹 د تیلیفون له لارې: د اوهایو د خوندي ښوونځیو ځانګړې شمیرې ته زنګ ووهئ: 844-SaferOH (844-723-3764).
هيله ده زموږ وېبسایټ ته لاړ شئ https://www.akronschools.com، بیا له پورتني مینو "Advocacy" انتخاب کړئ او "Bullying" کلیک کړئ، چې یوه لنډه معلوماتي ویډیو وګورئ، د بورډ د ځورونې تګلاره مطالعه کړئ، او د ځورونې اړوند سرچینو ته لاسرسی ومومئ. تاسو همداراز کولی شئ د اکرون د دولتي ښوونځيو پالیسي د ځورونې او نورو تهاجمي چلندونو په اړه دلته ولولئ: https://bit.ly/APSBullyingPolicy.
ستاسې همکاري د مهربانۍ، ګډون، او درناوي کلتور د رامنځته کولو لپاره خورا مهمه ده. که کومه پوښتنه یا اندېښنه لرئ، نو هیله ده د خپل ماشوم د ښوونځي له مدیر سره اړیکه ونیسئ.
مننه چې د اکرون دولتي ښوونځي مو د خپل ماشوم د زدکړو لپاره انتخاب کړل او مننه چې د ټولو زدهکوونکو لپاره د یوه خوندي او هرکلي کوونکي ځای په رامنځته کولو کې زموږ ملاتړي ياست.
په درنښت،
ډاکټر مایکل رابینسن
د ښوونځیو سرپرست