درنو والدينو/سرپرستانو!
لکه څنګه چي د ښوونيز کال دوهم نيمايي پيليږي نو دا ډېره مهمه ده چي موږ د خپلو زدکوونکو د والدينو د اړيکو تازه شمېرې او معلومات ولرو. لطفاً تر فبرورۍ ۲۸، ۲۰۲۵ پورې د خپل ماشوم د بیړني تماس معلومات يا ټليفون شمېرې له ښوونځي سره شريکي کړئ.
د دې پاڼي پر بل مخ هغه معلومات دي چې زموږ سره په سیستم کې ثبت دي. لطفاً لاندې لارښوونې عملي کړئ.
دا ولي مهمه ده؟
د اضطراري حالت لپاره د تماس شمېرې او معلومات ستاسو د ماشوم د خوندیتوب او هوساینې لپاره اساسي رول لري. که موږ ونه توانېږو چې د مور، پلار یا سرپرست سره اړیکه ونیسو، نو د ښوونځي له خوا له ټاکل شوي اداې سره اړيکه نيول کيږي چي ستاسو ماشوم بوزي. البته دا چاره له مارچ ۱، ۲۰۲۵ څخه پيليږي.
لطفاً د خپلو ایمرجنسي معلوماتو د تازه کولو پر مهال لاندي ټکي په پام کي ونيسئ:
داسې کسان د ايمرجنسي اړيکو لپاره وټاکئ چې ژر لاسرسی ورته ممکن وي او د ښوونځي ټليفون ته ژر ځواب ورکولای شي.
هغو کسانو ته لومړیتوب ورکړئ چې ستاسو د ماشوم اړتیاوې پېژني او مناسبه پاملرنه ورته کولای شي.
د ټاکل شوو کسانو د تماس د معلوماتو په وړاندي کولو کي دقت وکړئ.
څنګه د خپلو ماشومانو د ايمرجنسي معلومات نوي کړئ
Home Access Center - که تاسو د روان ښوونیز کال لپاره د خپل ماشوم معلومات نه وي تازه کړي، نو د دې لينک له لاري يې نوي کړئ: https://tinyurl.com/HACUpdateContact که تخنيکي مرستي ته اړتيا لرئ، د خپل ماشوم له ښوونځي سره اړيکه ونيسئ. د معلوماتو د تازه کولو لپاره دې لارښود ته مراجعه وکړئ .....
که تاسو مخکي له مخکي د خپل ماشوم معلومات په HAC کې تازه کړي وي او کوم بدلون نه غواړئ، نو یوازې "confirmed" ولیکئ او دا پاڼه لاسلیک او بېرته ښوونځي ته راولېږئ.
که تاسو مخکي له مخکي معلومات تازه کړي وي خو غواړئ تغیرات پکي راولئ، نو اوسني معلومات چليپا کړئ، نوي معلومات مو وليکئ او دا پاڼه لاسليک او بېرته ښوونځي ته راولېږئ.
که غواړئ په حضوري شکل خپل معلومات نوي کړئ نو لطفاً د خپل ماشوم ښوونځي ته راشئ يا معارف رياست ته د سهار له ۸ څخه د ماځيګر تر ۵ بجو پوري مراجعه وکړئ تر څو خپل نوي معلومات له موږ سره شريک کړئ.
پوښتني؟
که په دې اړه پوښتني ولرئ، لطفاً د خپل ماشوم د ښوونځي له مدير يا مشاور سره اړيکه ونيسئ.
ډېره مننه چي په دې هکله سمدستي اقدام کوئ.
درنښت
ډاکټر رابينسن
د اکرون د معارف رئيس
د اړيکو او ايمرجنسي تماس معلومات نوي کړئ
د والدينو/سرپرستانو معلومات
لاندي هغه معلومات دي چي ستاسو په اړه زموږ په سيسټم کي موجود دي:
د زدکوونکي نوم: <<FIRST_NAME>> <<LAST_NAME>>
پته: <<STR_NUMB>> <<STR_ADDRESS>>, <<ZIP>>
د والدينو/سرپرستانو د ټليفون شمېرې: <<GUARD1_CELL>> | <<GUARD2_CELL>>
د والدينو/سرپرستانو ايمېل: <<GUARD1_EMAIL>> | <<GUARD2_EMAIL>>
د ايمرجنسي اړيکو معلومات
لاندي هغه معلومات دي چي ستاسو په اړه زموږ په سيسټم کي د ایمرجنسي حالت لپاره موجود دي:
Emergency Contact 1
Emergency Contact 2
Emergency Contact 3
Name
<<CONTACT1_FIRST_NAME>> <<CONTACT1_LAST_NAME>>
<<CONTACT2_FIRST_NAME>> <<CONTACT2_LAST_NAME>>
<<CONTACT3_FIRST_NAME>> <<CONTACT3_LAST_NAME>>
Relationship
<<CONTACT1_REL>>
<<CONTACT2_REL>>
<<CONTACT3_REL>>
Phone Number
Cell: <<CONTACT1_CELL>>
Home: <<CONTACT1_HOME>>
Work: <<CONTACT1_WORK>>
Cell: <<CONTACT2_CELL>>
Home: <<CONTACT2_HOME>>
Work: <<CONTACT2_WORK>>
Cell: <<CONTACT3_CELL>>
Home: <<CONTACT3_HOME>>
Work: <<CONTACT3_WORK>>
لطفاً له لاندي څخه يو انتخاب کړئ:
ـــــ ما سږ کال د خپل ماشوم معلومات نه دي نوي کړي، نو زه به تر فبروري ۲۸، ۲۰۲۵ نېټې پوري خپل معلومات په Home Access Center کي نوي کړم.
ـــــ ما د خپل ماشوم معلومات نوي کړي دي او نه غواړم کوم بدلون پکي راولم. ما په دې پاڼه کي “confirmed” وليکئ، لاسليک مي کړه او بېرته مي ښوونځي ته ولېږله.
ـــــ ما د خپل ماشوم د اړيکو معلومات نوي کړل، خو غواړم بدلون پکي راولم. ما موجوده معلومات خراب، نوي وليکل او پاڼه مي لاسليک او بېرته ښوونځي ته درولېږله.
د والدينو لاسليک نېټه